پکتيکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې دوې اوونۍ مخکې پيل شوې وې د سيدان ځواک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې سيدان ځواک لوبډلې په ټاکلو اتو اورونو کې يې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو خپلې سيالې سلفي سټار لوبډلې ته د ۱۷۸ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې سلفي سټار لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۰۷ منډې وکړې او لوبه يې د ۷۱ منډو په توپير وبايلله.
