غور؛ په دولتیار ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۱۱:۵۰
غور؛ په دولتیار ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ او د دې ولایت د والیبال فدراسیون د استازولۍ په همکارۍ د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې ۲۵ ورځې مخکې د دې ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې پیل شوې وې د جوانان وطن لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د غورځنگ، جوانان وطن، اتحاد جوانان، عدالت، سناتور احمدخان، عقابان دره کشرو، امید خراسان، امید، تیل جلال، کوهستان سمک، ببر او آتش لوبډلو برخه اخیستې وه.

د دې سیالیو پای لوبه د جوانان وطن او عدالت لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې جوانان وطن لوبډلې وکولای شول ۳/۱ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړي او اتلولي په خپل نوم کړي.

د سیالۍ په پای کې د ورزش امریت له لوری غوره لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۰:۲۰
Background image

جوزجان؛ قرقين ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د قرقين ولسوالۍ په دينار کلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د دغو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۰:۱۵
Background image

هرات مرکز کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک جيتسو سيالۍ وشوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک جيتسو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو د کيک جيتسو سبک اوولسم پړاو سيالۍ وشوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS