غور؛ لعل ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د دې ولایت په لعل ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
دغو سیالیو کې د امید سبز، امید فردا ازادۍ، اتحاد، ولیعصر، دهي میرداد، صلح، طوفان، استقلال، صراف، کارتوسي، عقابان، امید اینده، جوانان، شاهین او زلفقار لوبډلو ګډون کړی وو.
د دې سیالیو لومړۍ لوبه د دهي میرداد او امید سبز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د دهي میرداد لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۵/۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او سیالي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د لعل ولسوالۍ او سرجنګل کلي د ځوانانو ترمنځ یووالی ښودل شوی.