غور؛ درېوو افغان غره ختونکو د زمبورک غره ۴۰۰۰ متره لوړه څوکه کچ کړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۱۰:۱۹
غور؛ درېوو افغان غره ختونکو د زمبورک غره ۴۰۰۰ متره لوړه څوکه کچ کړه

د دوو ولایتونو (غور او بامیانو) درې تنو غره ختونکو د غور ولایت د بدني روزنې او سپورت ریاست او د دغه ولایت د غره ختنې فدراسیون په ګډې همکارۍ د زمبورک غره (د غور او بامیان ګډه پوله) ۴۲۵۰ متره لوړه څوکه فتحه کړه.

دغو غره ختونکي له دوو ورځو او یوې شپې وروسته دغې څوکې ته ختلي.

د دغې غره ختنې سیالۍ موخه د بامیان او غور ولایتونو د ورزشکارانو او غره ختونکو ترمنځ یووالی او همغږي رامنځته کول ښودل شوي.

دغه راز د غور ولايت د بدني روزنې او سپورت امربت له خوا دغه غره ختونکو ته ستاينليکونه هم ورکړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS