غور؛ تیوره ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او د فوټبال فدزاسیون د نمایندګي له لوري د یاد ولایت په تیوره ولسوالۍ کې د لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
په دغو سیالیو کې زه نوروز، شاهین، یورسمه، اتفاق میهن، یخنعلیا، آب بیدک، آرین او لعل سرخ لوبډلو ګډون کړی دی، چې لومړۍ لوبه یې د آرین او زه نوروز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې آرین لوبډلې د ۴/۳ ګولونو په توپیر وګټله.
د دغو لوبو د ترسره کېدو موخه د ورزش وده او پرمختګ یاد شوی دی.
