غزني کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکس سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۳:۴۹
غزني کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکس سیالۍ ترسره شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کیک بوکس ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ په تک فایټ سبک کې د کیک بوکس لسم پړاو خزاني سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د میدان وردګ، زابل، پکتیکا، بامیان، پکتیا او د غزني ولایتونو ورزشکارانو ګډون کړی وو.

دغه سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او د مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو او بېلا بېلو وزني کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۴۵ ورزشکارانو بریاوې خپلې کړې او د ولایتونو په کچه د غزني ولایت د ۳۸ مډالونو په ترلاسه کولو لومړی، پکتیکا ولایت د ۴ مډالونو په ترلاسه کولو دویم او د کابل ولایت د ۳ مډالونو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د کیک بوکس سیالیو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه ورځ يې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۹:۳۶
Background image

پکتيکا؛ د ارګون ولسوالۍ په پير کوتي سيمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په پیرکوتي سيمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چي ۱۵ ورځي وړاندې پیل شوې وې د سپیرواس لوبډلې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۹:۳۳
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۹:۲۹
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله. . .

BACK TO NEWS