غزني کې د والیبال سیالۍ د خواجه علي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ورزشي جمنازیوم کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د خواجه علي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې خواجه علي لوبډلې خپلې سیالې ازادي لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و؛ د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.