ننگرهار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو او-سپورټ سبک سيالۍ وشوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۷ - ۱۰:۳۵
ننگرهار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو او-سپورټ سبک سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د جلال آباد ښار په پنځمې ناحيې ورزشي جمنازيوم کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو او - سپورټ سيالۍ وشوې.

په يادو سیالیو کې له ۱۵ کلبونو څخه ورزشکارانو د تنکيو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټگوريو کې گډون کړی وو، چې په پايله کې ۴۰ تنو ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

د ويلو وړ ده، چې دغو سیالیو يوه ورځ دوام وکړ او په پای کې گټونکو ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ هم په پوره روڼتیا او ډاډمنه فضأ کې پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو لیدو ته د هېواد له ګوټ- ګوټ څخه زرګونه مینوال راغلی و او لوبې یې له نږدې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۰
Background image

د دودیزې غیږ نیونې بین المللي سیالۍ، دویمه ورځ.

د نندارچیانو شمېر له زرګونو اوښتی، د ٢٥٠٠ کسیز جمنازیوم تر څنګ یو بل جمنازیوم هم له نندارچیانو د ډکېدو په حال کې دی، چې نندارچیان دا لوبې د لوی نصب شوي سکرین په پرده ګوري. د نندارچیانو. . .

BACK TO NEWS