زابل کې د ۲۱ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سيالۍ وشوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۷ - ۱۰:۳۴
زابل کې د ۲۱ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د قوت الرمي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د درېيو کلبونو د ۲۱ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سيالۍ وشوې.

په يادو سیالیو کې له استاد طوفان، استاد احمدالله او استاد احمد شاه کلبونو څخه ورزشکارانو د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې گډون کړی وو، چې په پايله کې د استاد طوفان کلب ورزشکارانو په بريا پای ته ورسېدې.

د ويلو وړ ده، چې دغو سیالیو يوه ورځ دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش آمريت له لوري ورزشکارانو ته مډالونه، ستاينليکونه او ورزشي توکي ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ هم په پوره روڼتیا او ډاډمنه فضأ کې پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو لیدو ته د هېواد له ګوټ- ګوټ څخه زرګونه مینوال راغلی و او لوبې یې له نږدې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۰
Background image

د دودیزې غیږ نیونې بین المللي سیالۍ، دویمه ورځ.

د نندارچیانو شمېر له زرګونو اوښتی، د ٢٥٠٠ کسیز جمنازیوم تر څنګ یو بل جمنازیوم هم له نندارچیانو د ډکېدو په حال کې دی، چې نندارچیان دا لوبې د لوی نصب شوي سکرین په پرده ګوري. د نندارچیانو. . .

BACK TO NEWS