غزني؛ ګيلان ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې شامرات اتلانو لوبډلې په ټاکلو ۱۴ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۵ منډې جوړې کړې په مقابل کې مکتب لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۵ منډې جوړې کړې او لوبه د ۱۰ منډو په توپير شامرات اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو موخه د ټېپ بال کرېکټ ته وده ورکول او په ګيلان ولسوالۍ کې د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.
