غزني؛ جاغوري کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ بېلابېلې رزمي سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۹:۲۰
غزني؛ جاغوري کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ بېلابېلې رزمي سیالۍ ترسره شوې

د غزني د ورزش امریت په همغږۍ ددې ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د درېیمې جشنوارې په مناسبت د رزمي لوبو کانفو، بکس او وشو سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د یوې ورځې په مخه وشوې، چې کانفو برخه کې حمزه سپورټس کلب لومړی او د امید ځوانانو سپورټس کلب دویم مقام خپل کړ.

د رزمي سیالیو په بکس برخه کې ميهن سپورټس کلب لومړى، جاغوري سپورټس کلب دويم او ميلاد نور سپورټس کلب دريم مقام خپل کړ.

بل پلو، ددې سیالیو په ووشو برخه کې مولا علي کلب ددې سیالیو اتل شو.

د دې سیالیو د ترسره کولو موخه د خواخوږۍ رامنځته کول او د رزمي لوبو وده وه چې په وروستیو کې غوره لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۱۸
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

کاپیسا؛ نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۳
Background image

پکتيکا کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز ښرنې اړوند ملک لوبغالي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د فيصل شايسته لوبډلې په اتلولۍ. . .

BACK TO NEWS