غزني؛ اندړو ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۲۲:۲۷
غزني؛ اندړو ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د اندړو ولسوالۍ په کلاخېل ورزشي لوبغالي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د فروشګاه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د فروشګاه لوبډلې خپلې سیالې شلګر زلمو لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅوول او د نېکمرغه لوی اختر نمانځل و.

د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته کپ، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

زابل کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کېک بوکسينگ سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د کېک بوکسينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کېک بوکسينگ سبک سيالۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۲۱:۴
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۲۱:۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې د ځغاستې لوبغاړی وکيل احمد پکتين وستايه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د ځغاستې لوبغاړی وکيل احمد پکتين، چې له کندهار څخه يې تر کابل پورې نږدې ۵۰۰ کيلومتره واټن په ځغاستې سره په شپږو ورځو کې طی کړی و، د يوې ځانګړې. . .

BACK TO NEWS