زابل کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کېک بوکسينگ سيالۍ وشوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د کېک بوکسينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کېک بوکسينگ سبک سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د قدرت الله او عبدالهادي کلبونو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې د قدرت الله کلب ورزشکارانو په بريا پای ته ورسېدې.
دا سيالۍ د واکو کېک بوکسينگ سبک ته د ودې ورکولو په موخه وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
