طوفان هریرود د یووالي جام وګاټه
طوفان هریرود فوټبال لوبډلې په کندهار کې د یووالي جام وګاټه یادې لوبډلې د دریو لوبو څخه یوه لوبه وګټله او دوه نورې لوبې مساوي کړې او د پنځو امتیازونو سره د دې جام اتلولي ترلاسه کړه.
د یووالي جام سيالۍ د ميوند اتلان، سيمرغ البرز، شاهين اسمايي او طوفان هريرود لوبډلو په ګډون د کندهار په کوربه توب پيل شوې وې چې د لوېديځې حوزې د استازو په بريا سره پای ته ورسېدې.
