زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټنګ سیالۍ وشوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پاورلفټنګ فدراسیون د استازولۍ له لوري په مرکز قلات ښار فیروزي ورزشي کلب کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د پاور لفټنګ ټاکنیزې سیالۍ وشوې.
دغه سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د دوو ورځو لپاره ترسره شوې، چې په پایله کې اته ورزشکاران د زابل ولايت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
