کندز؛ په قلعهزال ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پهلوانۍ فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ په ینګارق کلي کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ چې موخه يې ياد ورزش ته وده ورکول ياد شوي دي، د ۶۰ پهلوانانو له لوري سيالۍ وشوې، چې په پايله کې ۳۰ پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
