زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د ۴۸ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينگ سيالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک بوکسينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو کلبونو د ۴۸ ورزشکارانو ترمنځ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې د کيک بوکسينگ سيالۍ پای ته ورسېدې.
په يادو سياليو کې د استاد عبدالقيوم، استاد نقيب الله، استاد پاچا او استاد ق.ا.ر.ي امان الله کلبونو ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې د استاد نقيب الله ورزشکارانو په بريا پای ته ورسېدې.
د ویلو ده، چې د دغو سياليو موخه د کيک بوکسينگ ورزش ته وده ورکول و او دوې ورځې يې دوام وکړ.