پکتيکا؛ شخيل آباد ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۳:۶
پکتيکا؛ شخيل آباد ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شخيل آباد ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې لس ورځې مخکې پيل شوې وې د حکيم کلا الف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه د حکيم کلا الف او ب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د لوبې پچه حکيم کلا الف لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پریکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې يې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۱۰ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې حکيم کلا ب لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۰ منډې وکړې او لوبه يې د ۲۰ منډو په توپير وبايلله.

د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول او له نشه يي توکو څخه يې ليری والی وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۲:۱۱
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د رحمت زامه لوبډلې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۲:۹
Background image

صعود تيم کوهنوردی دیارسنایی به کوه های کیهان در غزنی

تيم ۱۰ نفره کوهنوردی دیارسنایی از سوی نمایندگی فدراسیون ملی این رشته در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت غزنی، موفق به صعود ارتفاعات کوه‌های کیهان در منطقه روضه مرکز اين شد.

اين. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۲:۷
Background image

پکتیکا؛ یحیی خېلو ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ ترسره شوې

پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې،نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري ياد ولایت په یحیی خېلو ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ. . .

BACK TO NEWS