پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۹:۴۷
پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په زيړوک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې لس ورځې مخکې پيل شوې وې د خوست تڼيو الف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې خوست تڼيو الف لوبډلې خپلې سيالې بهادر لوبډلې ته د ۰/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او له نشه يي توکو څخه يې ليری والی وو، چې په پای کې اتلې لوبډلې ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۰:۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۳:۰
Background image

د بدن ښکلا او فټنس ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل

بیت الله ځدران په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او عبدالشکور پیمان په مثبت ۸۰ کیلو ګرامه وزنونو کې د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل.

همدا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰‌ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې فري سټایل سبک سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS