زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۴:۲۹
زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د خپلواکۍ د ۱۰۵ کليزې په مناسبت د واليبال سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې پيل شوې وې، د چينې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې د باب هوتک، چينه، هولان رباط، لوړه چينه، ابراهيم کاکا او بازار لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايلوبه کې چينې لوبډلې خپلې سيالې لوړې چينې لوبډلې ته د ۱/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې د شاوخوا ۵۰۰٫۰۰۰ زره افغانیو په ارزښت د واليبال ميدان د جوړولو چارې پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت سره په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز کې د AYSO مؤسسې په مالي لگښت د شاوخوا ۵۰۰٫۰۰۰ زره افغانیو په ارزښت د واليبال ميدان د‌ جوړولو چارې پيل شوې.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۹:۳۳
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشریف کې د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د بوکسینګ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف کې د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۹:۳۰
Background image

دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام. . .

BACK TO NEWS