زابل؛ مرکز قلات ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتحاد ښاروالۍ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې اتحاد ښاروالۍ لوبډلې د ۵ پر ۴ ګولونو په توپیر خپلې سیالې هریرود لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې څلور اوونۍ یې دوام وکړ.
