زابل؛ قلات کې د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د غیږنیونې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۹:۱۲
زابل؛ قلات کې د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د غیږنیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل مرکز، میزانې او ارغستان ولسوالیو او د کندهار د ۱۲۰پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ، چې د جمعې په ورځ پیل شوې وې د زابل میزانې ولسوالۍ په لومړي مقام پای ته ورسېدې.

دا سیالۍ د زابل د بدني روزنې او سپورټ امریت په مالي ملاتړ د غېږنیونې فدراسیون له خوا د مرکز قلات، میزانې او ارغستان ولسوالیو او د کندهار ولایت د ۱۲۰پهلوانانو ترمنځ د شیخ متي لېسې په سټو‌ډیم کې د دوه ورځو لپاره ترسره شوې.

یادې سیالۍ چې په لومړي ځل قلات کې ترسره شوې، د زابل د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولینو ترڅنګ، مخورو، ځوانانو، ورزشکارانو او ګڼو مینوالو پکې ګډون کړی وو.

د دې سیالیو موخه د دودیزو لوبو وده، له مخدره توکو سره مبارزه او ورزش ته د ځوانانو هڅول و.

د پای په مراسمو کې لومړي مقام لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۷:۲۹
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې يوه مياشت مخکې پيل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۵۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلیو ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د اڅکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۴۹
Background image

هلمند کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ چې ۱۶ ورځې يې مخکې پيل شوې وې د. . .

BACK TO NEWS