زابل؛ شينکۍ ولسوالۍ کې د غېږنيونې سيالۍ وشوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شينکۍ ولسوالۍ کې د ۵۰ غېږ نيونکو ترمنځ د غېږ نيونې آزادې سیالۍ وشوې.
دا سيالۍ د لوړې شينکۍ او ښکته شينکۍ غېږنيونکو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې د لوړې شينکۍ غېږنيونکو د زياتو برياوو په خپلولو سره لومړی مقام خپل کړ.
