ميدان وردگ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې دوې ورځې مخکې پيل شوې وې د ش.هيد جمال الدين وردګ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې شهيد جمال الدين وردګ لوبډلې خپلې سيالې شېرازي ځوانانو لوبډلې ته د ۲-۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
