زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او رزش آمریت اړوند د اتلتیک فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ په ۱۰۰ متره واټن کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې لاجور لومړی، ظهورالله دویم او امر خان بیا درېیم مقام خپل کړ.
یادې سیالۍ اتلتیک ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
