میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوتبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د ګردن دیوار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې ګردن دیوار لوبډلې د ۴ پر ۲ ګولونو په توپیر خپلې سیالې اتحاد بهسود لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ فوتسال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.
