زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د توپ ډنډې سيالۍ تر سره شوه
د زابل ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د ملي او دوديزو لوبو مديريت لۀ لورې، د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ چينو سېمه کې، د لوړو چينو او کښته چينو کليو ځوانانو تر منځ د توپ ډنډې سيالي تر سره شوه.
دغه سيالۍ، چې يو ورځ يې دوام وکړ، موخه يې ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول و او پۀ پای کې يې اتلولي د لوړو چينو کلي ځوانانو په خپل نوم کړه.
