زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو تر منځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۱۵:۳۹
زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو تر منځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د ټېپ بال فدراسيون د استازولۍ له لوري په ارغنداب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو تر منځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د نرۍ کلي لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د نرۍ کلي او ولگۍ کلي لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې نرۍ کلي لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۳۷ منډو هدف کېښود، ولگۍ کلي لوبډلې ياد هدف پوره نه کړ او د ۳۰ منډو په توپير يې ماته ومنله.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به يوه اوونۍ دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۱
Background image

ارزګان؛ دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانوورزشکارانو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د ورزش ادارې په اداري تشکیل کې نوې ټاکنې وشوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په حکم د یاد ریاست د تدراکاتو او زده کړو آمریتونو لپاره نوي آمرین وټاکل شول.

د یاد ریاست د حکم پر بنسټ، ملا محمد عزیز عزیزي د تدراکاتو د آمر په. . .

BACK TO NEWS