د کریکټ ملي لوبډلې د شل اوریز نړۍوال جام سیالیو خپله لومړۍ لوبه نیوزلينډ ته بایلوده
د کریکټ ملي لوبډلې د۲۰۲۶ شل اوریز نړۍوال جام سالیو خپله لومړۍ لوبه نیوزیلينډ ته د پنځه ویکټو په توپیر بایلوده.
افغان ملي لوبډله به خپله دویمه لوبه کې راتلونکې دو شنبه( د سلواغې ۲۰مه) د سویلي افریقا پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
دغه سیالۍ د شل هېوادونو په ګډون د هند او زمبابوې په کوربهتوب د روانې میلادي میاشتې پر ۷مه پیل شوي او د مارچ تر ۸مې نیټې به دوام وکړي، چې افغانستان په D ګروپ کې له نیوزیليند، سویلي افریقا، کاناډا او متحده عربي اماراتو سره سیالۍ کوي.
