د کندز مرکز کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د دولتي چارواکو په شتون کې د ياران نبي زاده لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې ياران نبي زاده لوبډلې خپلې سیالې پيروزي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي وګټله.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول و، چې ۲۰ ورځې يې دوام وکړ.
