د کابل شمالي زون په کچه د ملي لوبډلې د ټاکنیزو سیالیو لپاره د بوکسنګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۹ - ۱۵:۲۳
د کابل شمالي زون په کچه د ملي لوبډلې د ټاکنیزو سیالیو لپاره د بوکسنګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بوکسنګ ملي فدراسیون له لوري د ملي لوبډلې د ټاکنیزو سیالیو لپاره د کابل شمالي زون د ۲۵ کلبونو ۱۱۷ ورزشکارانو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د تنکیو او نویو ځوانانو کټګورۍ اړوند دوه ورځې وړاندې پیل شوې وې او نن پای ته ورسېدې، چې په پایله کې د کابل شمالي زون له مختلفو کلبونو څخه د دواړو کټګوریو تنکیو ځوانانو او نویو ځوانانو څخه په مختلفو وزنونو کې ۲۶ ورزشکاران د ملي لوبډلې د ټاکنیزو سیالیو لپاره غوزه شول.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي لوبډلې د غوراوي لپاره هر کال د افغانستان له مختلفو ولایتونو څخه د بوکسنګ اړوند ټاکنیزې سیالۍ ترسره کېږي او ملي لوبډلې لپاره ته ترې ورزشکاران ټاکل کېږي؛ ترڅو د هیواد په کچه په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان لپاره ښه وځلېږي.

هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د قهرمانۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۰:۲۴
Background image

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

#لينك👇

https://www.facebook.com/share/17KE25kGdA/

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۹:۲۶
Background image

بلخ؛ بلخ ولسوالۍ کې د ٨٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ٨٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۹:۲۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٨٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٨۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS