د کابل د يو شمېر سيمو مشرانو د المپيک بدني روزنې او ورزش رياست له عمومي رئيس سره وکتل

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۴۳
د کابل د يو شمېر سيمو مشرانو د المپيک بدني روزنې او ورزش رياست له عمومي رئيس سره وکتل

د کابل ولايت د يو شمېر سيمو مشرانو د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق، د ياد رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدران، د فوټبال فدراسیون رئیس محمد يوسف کارګر او رهبري پلاوي سره د ورزش د لا پرمختګ په موخه د هغه په کاري دفتر کې وکتل.

د دغې ليدنې په ترڅ کې مشرانو په خپلو سيمو کې د ورزش په برخه کې د ښه پرمختګ او د هيواد د ورزش ادارې د وروستيو لاسته راوړنو ستاينه وکړه او په ورزشي برخه کې يې خپلې مشورې د رياست له رهبري سره شریکې کړې. هغوی له رهبري پلاوي غوښتنه وکړه، چې په کابل کې د ورزش د لا زياتې ودې په برخه ډېر کار وشي، ترڅو ځوانان دغې برخې ته لومړيتوب ورکړي او له بېځایه ګرځېدو څخه ورزش ته مخه کړي‌.

د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئيس د دوی مشورې د ورزش په برخه کې مهمې وبللې او ژمنه يې وکړه، چې د ورزش اداره به تر ټول توان پورې د ورزش د پرمختګ لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۴۳
Background image

د کابل د يو شمېر سيمو مشرانو د المپيک بدني روزنې او ورزش رياست له عمومي رئيس سره وکتل

د کابل ولايت د يو شمېر سيمو مشرانو د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق، د ياد رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدران، د فوټبال فدراسیون رئیس محمد يوسف. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۰
Background image

خبرتیا!

د غزني ولایت محترم ورزشي آمریت او د ورزشي فدراسیونونو رهبري!

د ورزش ادارې د عصریې د وېش مؤظف کمیسیون له لوري د ملي لوبډلو د ولایتي ورزشکارانو، روزونکو او مرستیال روزونکو د ١٤٠٤ کال د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۵۰
Background image

بادغیس؛ ابکمري ولسوالۍ کې د پستې ګل ورزشي جشنواره پای ته ورسېده

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د ابکمري ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د يادې ولسوالۍ په موسوم سيمه کې د پستې ګل په نوم د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ ورزشي. . .

BACK TO NEWS