د نورستان په وایګل ولسوالۍ کې د هاکي سیالۍ پیل شوې
د نورستان ولایت په وایګل ولسوالۍ کې د نورستان د سپورت امریت او هاکي فدراسیون په همغږۍ د هاکي سیالۍ پیل شوې.
په دې سیالیو کې د وانټ وایګل، وایگل، کیګل ، کثیر الرشتوي انستتیوت، ارنس، وایګل ب او نشوز لوبډلو برخه اخیستې ده او دوه ورځې به دوام وکړي.
د پیل په لوبه کې د وانټ وایګل او وایګل لوبډلې سره مخ شوې، چې په پایله کې د ۴-۵ په توپیر د وایګل لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
د دې سیالیو موخه د نورستان منتخبې لوبډلې ته د غوره څېرو په ګوته کول دي.
