د موی تای فدراسیون لوبغاړي نیمروز ته ولاړل.

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱ - ۸:۵۷
د موی تای فدراسیون لوبغاړي نیمروز ته ولاړل.

دوشنبه ۲۸ لیندۍ ۱۴۰۰

سمیر هیبت

ټاکل شوې چې نیمروز د روانې مرغومی میاشتې په دوهمه او دریمه نیټه به د نړیوالو سیالیو کوربه وي چې د ایران او پاکستان ورزشکاران به هم په کې برخه واخلي.

دغه سيالۍ به په درې کلنۍ کټګوريو کې ترسره شي( ځوانان، تنکي ځوانان او لويان) چې په کې به له ايران څخه ٦ تنه او له پاکستان څخه ٢٨ تنه لوبغاړي ګډون وکړي.

د موی تای فدراسیون د مسوولینو په وینا، دغه سیالۍ به د موی تای ملي فدراسیون په مالي لګښت د دوو ورځو لپاره په نیمروز ولایت کې د مسلکي او اماتور په کچه ترسره شي.

دغه لوبې به د موی تای کاران د یوالي کپ تر نامه لاندې ترسره شي، چې په کې به د ملي لوبډلې ۷ غړي او له ۱۰۰ څخه زیات نور موی تای کاران سیالي وکړي.

..

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۳۶
Background image

لغمان کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري او د مهترلام معياري انسټیټیوټ په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز خواجه صاحب کلي کې د ۵۲ لوبډلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۳۴
Background image

زابل کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د نويو ځوانانو ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۳۳
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS