د سرپل ولایت مرکز او ولسوالیو ورزشکارانو ترمنځ د ا.ا.ا د بریا په مناسبت د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۵ - ۱۱:۵۸
د سرپل ولایت مرکز او ولسوالیو ورزشکارانو ترمنځ د ا.ا.ا د بریا په مناسبت د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د پهلواني دغه سیالۍ د سرپل ولایت د ورزش امریت له لوري د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو په کچه د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سرپل په ورزشي سټډیوم کې د دې رشتي د سلګونو نندارچیانو په شتون کې ترسره شوې.

یادې سیالۍ د مرکز او ولسوالیو ورزشکارانو ترمنځ د یووالي او همغږۍ رامنځته کولو په موخه ترسره شوې.

د دې سیالیو په پای کې د سرپل ولایت ولسوالیو منتخبو لوبډلو زیاتي بریاوي په خپل نوم کړلې او د دې پړاو سیالیو کې یې اتلولي ترلاسه کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

هلمند کې د سويل لويديځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري او د اتصالات مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۰
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د سنوکر سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سنوکر فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د سنوکر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

دایکندي؛ مرکز نيلي کې له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ د ميوند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي کې د نویو ځوانانو ۷ لوبډلو ترمنځ له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ. . .

BACK TO NEWS