د خوست د ښوونځیو ترمنځ د کرکټ پیل شویو سیالیو په ترڅ کې څلور لوبې ترسره شوې
د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ په چوکاټ کې، د خوست کرکټ ادارې د کلني پلان مطابق، د دغه ولایت د ښوونځیو په کچه د کرکټ شل اوریزې سیالۍ پیل شوې چې تیره ورځ څلور لوبې وشوې.
لومړۍ لوبه کې الفتح عالي مرکزي لېسې دلپوریو لېسې ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه.
په دویمه لوبه کې نادرشاه کوټ لېسې د ۹ منډو په توپیر له میټاخان لېسې بری خپل کړ.
په درېیمه لوبه کې شمل پیرانو لېسې له شېخ امیر لېسې څخه ماتې ومنله او څلورمه لوبه د پوهاند عبدالحی عالي لېسې له دورملکې لېسې څخه په خپل نوم کړه.
د کرکټ په دې سیالیو کې د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲ لوبډلې ګډون لري، چې ترمنځ به یې په دریو پړاوونو کې ۱۹ سیالۍ ترسره شي.
