د بېس بال ٢٦ کسیزې لوبډلې د بېسبال نړۍوالو سیالیو ته د چمتووالي په موخه کابل کې تمرینات پیل کړل

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۱ - ۱۱:۱۶
د بېس بال ٢٦ کسیزې لوبډلې د بېسبال نړۍوالو سیالیو ته د چمتووالي په موخه کابل کې تمرینات پیل کړل

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د هاکي ملي فدراسیون له لوري د بېس بال ورزشي رشتې ٢٦ کسیزې لوبډلې په غازي سټډیوم کې د بېس بال نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه تمرینات پیل کړل.

د بېس بال دغه نړۍوالې سیالۍ به د اوو هېوادونو؛ ایران، افغانستان، پاکستان، بنګله دېش، سري لنکا، هندوستان او فلسطین ترمنځ د راتلونکې مې میاشتې پر ١٥مه نېټه د ایران په کوربه توب په کرج ښار کې پیل او د همدې میاشتې تر ٢١مې نېټې به دوام وکړي.

ټاکل شوې چې د افغان ورزشکارانو پیل شوي تمرینات به لس ورځې دوام وکړي او په پای کې به یې ١٨ تنه په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره غوره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۱
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې شاوخوا ۲۰ ورځې يې دوام وکړ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۰
Background image

کندز کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د جودو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز رستم کلب کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ له ۱۴ کالونو کم عمره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ يارانو کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او د سالمې برابرولو په موخه د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې.

د سياليو په پايله کې ۲۰. . .

BACK TO NEWS