د بدن ښکلا ملي لوبډله له درېیم مقام ګټلو وروسته بېرته هېواد ته راستنه شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۴ - ۱۰:۵۴
د بدن ښکلا ملي لوبډله له درېیم مقام ګټلو وروسته بېرته هېواد ته راستنه شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د بدن ښکلا ملي فدراسیون دوولس کسیزه لوبډله، د جنوبي اسیا په سیالیو کې، چې په مالدیف هیواد کې ترسره شوې، له یولس مډالونو او درېیم مقام ګټلو سره هیواد ته راستنه شوه او د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست له لوري یې تود هرکلی وشو.

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، د یاد ریاست ویاند او د نشراتو رئیس اتل مشواڼي، د المپیک اجرایه رییس داد محمد پاینده اختري، د المپیک لومړی معاون او د بدن ښکلا ملي فدراسیون رییس باور خان هوتک، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

د ستاینې په دغو مراسمو کې د المپیک لومړي معاون او د بدن ښکلا ملي فدراسیون رییس باور خان هوتک ټولو هیوادوالو ته د یادې لاسته راوړنې مبارکي ورکړه زیاته یې کړه: که څه هم په کمه کچه افغان ورزشکارانو په دغو سیالیو کې ګډون کړی و؛ خو بیا هم د خوښۍ او ویاړ ځای دی چې د نورو هیوادونو په پرتله زموږ کم ورزشکاران ښه ولوبېدل او ډک لاسونه هیواد ته راستانه شول.

هغه همداراز وویل: باوري یم که چېرته د نورو هیوادونو په شان د بدن ښکلا په برخه کې افغان ورزشکاران په هرو سیالیو کې ګډون وکړي، تر دې ښې لاسته راوړنې لرلی شي او تمه کېدلی شي چې لومړي مقامونه هیواد ته راوړلی شي.

ورپسې د المپیک اجرایه رییس داد محمد پاینده اختري خبرې وکړې او د یادو مډالونو او ویاړونو مبارکي یې ټولو افغانانو ته وړاندې کړه، هغه زیاته کړه: د خوښۍ ځای دی چې زموږ ورزشکاران په کمو امکاناتو په نړیوالو ډګرونو کې لوبېږي او ورته لاسته راوړنې لري.

ده په یادو سیالیو کې ګډون کوونکو او مډالو راوړونکو ورزشکانو ته د دغو لاسته راوړنو ځانګړې مبارکي ورکړه او د دوی هڅې یې وستایلې.

دغه سیالۍ چې د مالدیف هیواد په کوربتوب د جنوبي اسیا هیوادونو په کچه ترسره شوې افغان ورزشکارانو پکې د ۳۷۰ امتیازونو او یولس مډالونو چې درې پکې د سرو زرو، پنځه د نقرې او درې د برنزو وو درېیم مقام ترلاسه کړ. په افغان ورزشکارانو کې مسلم شاه فقري، نصیب الله عظیمي او نائیب مبارز د سرو زرو، فرامرز اکرام زاده، مهدي اسلمي، ستار حسیني، وحیدالله صدیقي او مسلم شاه د نقرې. میرویس سخي زاده، شاهد شاهین او صفي الله د برنزو او قاري احمد نوین رامین پنځم مقام ترلاسه کړ.

د یادنې وړ ده چې له دغه بریالي سفر څخه راستانه شوي ورزشکاران د یاد ریاست له لوري وستایل شول او چمتو شوې ډالې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۱
Background image

ارزګان؛ دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانوورزشکارانو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د ورزش ادارې په اداري تشکیل کې نوې ټاکنې وشوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په حکم د یاد ریاست د تدراکاتو او زده کړو آمریتونو لپاره نوي آمرین وټاکل شول.

د یاد ریاست د حکم پر بنسټ، ملا محمد عزیز عزیزي د تدراکاتو د آمر په. . .

BACK TO NEWS