د بدن ښکلا درې افغان ورزشکارانو دویم او درېیم نړۍوال مقامونه وګټل

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۰ - ۹:۲۳
د بدن ښکلا درې افغان ورزشکارانو دویم او درېیم نړۍوال مقامونه وګټل

د بدن ښکلا، فزیک او فټنس پنځلسم پړاو نړۍوالې سیالۍ چې د مالدیف په کوربه توب د څه باندې ٤٠ هېوادونو ورزشکارانو ترمنځ په بېلابېلو وزني کټګوریو کې پیل شوي دي، افغان ورزشکارانو پکې دوه د سپينو زره او یو د برنزو مډال ترلاسه کړ.

په دغو سیالیو کې نهه افغان ورزشکارانو په بېلابېلو کټګوریو کې ګډون کړی دی، چې له ډلې یې حمیدالله عمري په ٨۵ کیلو ګرامه وزن کې د بدن روزنې په برخه کې د سپينو زرو، حمید خوش دل په ١٧٠ سانتي متر قد کې د سپورت فزیک په برخه کې د سپينو زرو او نصيب الله عظيمي په ١٧٠ سانتي متر قد کې د سپورت فزیک په برخه کې درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د همدغو سياليو په لړ کې علي رضأ آساهي د بدن روزنې په برخه کې د ٨٠+ کيلو ګرام وزن سره د سرو زرو مډال وګاټه.

د بدن ښکلا او فټنس دغه سيالۍ د روانې لړم میاشتې په ١٨مه نېټه پیل شوي دي او تر ٢١مې نېټې پورې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۱
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې شاوخوا ۲۰ ورځې يې دوام وکړ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۰
Background image

کندز کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د جودو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز رستم کلب کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ له ۱۴ کالونو کم عمره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ يارانو کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او د سالمې برابرولو په موخه د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې.

د سياليو په پايله کې ۲۰. . .

BACK TO NEWS