د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له ملت سره د یو کلنو لاسته راوړنو شریکولو په پرګرام کې خپل یو کلنی راپور وړاندې کړ

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۷:۳۱
د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له ملت سره د یو کلنو لاسته راوړنو شریکولو په پرګرام کې خپل یو کلنی راپور وړاندې کړ

د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست رهبري پلاوي د دولت د رسینو مرکز له لارې د امارتي ادارو له ملت سره د دولت د یو کلنو لاسته راوړنو د شریکولو په برنامه کې ، خپل کلنی راپور وړاندې کړ.

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې، چې د حکومت د رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه، د المپیک کمېټې بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق ، د یاد ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران، د المپیک کمېټې اجرائیه رییس داد محمد پاینده اختري، د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر او د یاد ریاست ویاند او د نشراتو رئیس اتل مشواڼي او د همدې ریاست رهبري پلاوي، ورزشي مشاورینو، رییس صاحبانو، د حکومت د رسینو مرکز رییس مولوي نعیم الحق حقاني او د رسنیو کارکوونکو ګډون کړی و.

په پیل کې د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق د یادې برنامې ګډوانوالو ته ښه راغلاست ووایه زیاته یې کړه: یو ځل بیا خوښ یوو، چې ملت ته د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو شریکولو په برنامه کې ګډون کوو او د هیواد د ورزش په برخه کې لاسته راوړنې، کړنې او شته پلانونه له خپلو هیوادوالو سره شریکوو.

ښاغلي وثیق وویل: موږ په ټوله کې د ورزش د ودې لپاره کار کوو او دا مو لومړیتوب هم دی او د دې ترڅنګ هڅه کوو، چې هغو ورزشونو ته ځانګړې پاملرنه وکړو، چې پخوا ورته کار نه و شوی او په ټوله کې غواړو، چې د هیواد د ټولو فدارسيونونو ملي انتخابي لوبې ترسره شي او لوبډلې یې په پوره شفافيت سره وټاکل شي. ده همدا راز زیاته کړه، موږ په تېر یو کال کې توانېدلي یو، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بېلاېبلو ورزشي رشتو ۴۰۰۰ تشویقي، مناسبتي او رسمي سیالۍ ترسره کړو او د هیواد د ځوانانو ترمنځ د یووالي او ورورولۍ فضا رامنځته کړو. نه یوازې دا چې موږ په کور دننه په ورزش کې کار کړی دی، بلکې په نړیوالو ډګرونو کې مو هم د تېر په پرتله ښې لاسته راوړنې لرلې دي، چې ښه بېلګه یې د نورو کلونو په پرتله له بهرنیو سیالیو څخه د ۹۲ بېلابېلو مډالونه ګټل دي، چې ۲۲ یې د سرو زرو، ۳۰ د سپینو زرو او ۴۰ د برنزو مډالونه دي.

ورپسې د المپیک کمېتې، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ویاند اتل مشواڼي د یاد ریاست کلنی راپور وړاندې کړ، چې پکې یې د ریاست د تشکیل، د سیالیو ترسره کولو، په مختلفو ورزشي برخو کې د ترسره شویو لیګونو، له رسنیو سره د همغږۍ، د همدې ریاست په خبري پوښښ، د هیواد په ولایتونو کې پر ورزشکارانو د ورزشي توکو د وېش، ورزشي کلبونو او روزونکو ته د جوازونو د ورکړې، په مرکز او ولایتونو کې پر ترمیماتي پروژو او اړوندو نورو مسایلو خبرې وکړې او خپل کلنی راپور یې وړاندې کړ.

له اتل وروسته د هیواد د فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد یوسف خبرې وکړې او د فوټبال او فوټسال اړوند یې په هیواد کې دننه او د باندې د ورزشکارانو پر کړنو او لوبو رڼا واچوله، ده په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې موږ هڅه کړې چې فوټبال له مرکز څخه ولایتونو، ولسوالیو او کلیو ته وروسو، چې په دې برخه کې بریالي شوي یوو او لا به مو هڅه وي. ښاغلي کارګر وویل موږ توانېدلي یوو، چې په داخلي لیګونو کې بهرنيو لوبغاړو ته ځای ورکړو او دا چاره کېدلی شي د افغان لوبغاړو په تجربو کې مهمه ونډه ولرلي ، چې له نېکه مرغه موږ په روان کال کې د فوټبال غوره لیګ کې له بهرنیو هیوادونو څخه ورزشکاران درلودل او په ډاډمنه فضا کې یې سیالۍ ترسره کولې. ده همداراز وویل تمعه لرو چې په نږدې راتلونکې کې د اسیا او سیمې په کچه د فوټسال په برخه کې ورزشي کلبونه او تمریناتي ځایونه ولرو او همدارنګه به شاهدان وو، چې د فیفا نړیوال مدرسین به افغانستان ته راځي او دلته به د فوټبال په برخه کې کورسونه دایروي او په دې سره به د هیواد د فوټبال لوبڅارانو شته ستونزې حل شي.

د یادونې ده چې د دغې برنامې په پای کې د رسینو مسولینو د یادې ادارې له مسوولینو څخه پوښتنې وکړې او د مسوولینو له لوري ورته قناعت کوونکي ځوابونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۱
Background image

ارزګان؛ دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانوورزشکارانو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د ورزش ادارې په اداري تشکیل کې نوې ټاکنې وشوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په حکم د یاد ریاست د تدراکاتو او زده کړو آمریتونو لپاره نوي آمرین وټاکل شول.

د یاد ریاست د حکم پر بنسټ، ملا محمد عزیز عزیزي د تدراکاتو د آمر په. . .

BACK TO NEWS