د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رييس د سنوکر فدراسيون له استازو سره وکتل

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۶ - ۹:۱۳
د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رييس د سنوکر فدراسيون له استازو سره وکتل

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رييس الحاج مولوي عبدالودو حقاني د سنوکر فدراسيون له استازو سره وکتل او په يولړ موضوعاتو يې خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د سنوکر ملي فدراسيون لوبغاړو په اسيايي سياليو کې، چې په ايران هيواد کې ترسره شوې ګډون کړی و او په پايله کې يې درې د برنزو مډالونه او سندونه ترلاسه کړل.

په دغو سياليو کې د ۱۳ اسيايي هيوادونو ورزشکارانو ګډون کړی و چې په فول فريم ټيمي برخه کې افغان ورزشکارانو د برنزو د دريو مډالونو د ترلاسه کولو ترڅنګ د هيوادونو ترمنځ درېيم مقام هم ترلاسه کړ.

په دغه ناسته کې د سنوکر په برخه کې په شته ستونزو او حل لارو خبرې وشوې او همداراز د بدني روزنې او ورزش عمومي رييس الحاج مولوي عبدالودود حقاني له‌ ايران هيواد څخه مډال راوړنکي ورزشکاران وستايل.

د دې ترڅنک د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رييس الحاج مولوي عبدالودود حقاني د ياد فدراسيون مسولينو ته د ملاتړ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې موږ نه يوازې له سنوکر؛ بلکي له ټولو فدراسيونونو او د هرې څانګې له ورزشکارانو سره همکاري کوو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

هلمند کې د سويل لويديځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري او د اتصالات مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۰
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د سنوکر سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سنوکر فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د سنوکر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

دایکندي؛ مرکز نيلي کې له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ د ميوند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي کې د نویو ځوانانو ۷ لوبډلو ترمنځ له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ. . .

BACK TO NEWS