د افغانستان د جودو فدراسیون رئيس د ای جي ایف نړيوال کانګرس په څنډه کې د جودو نړيوال فدارسیون له رئيس سره وکتل

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۹ - ۱۴:۱۸
د افغانستان د جودو فدراسیون رئيس د ای جي ایف نړيوال کانګرس په څنډه کې د جودو نړيوال فدارسیون له رئيس سره وکتل

د جودو نړيوال فدراسیون /ای جي ایف نړيوال ګانګرس ټاکنې، چې د دوحې په کوربتوب د مې میاشتې له څلورمې تر پنځمې نېټې ترسره شوې، د یاد فدراسیون پخوانی رئيس مایروس اېل ویزر پر خپل ځای او د سکرتر جنرال پر ځای نوې سکرتر جنراله لیزا الن وټاکل شوه.

د دې ګانګرس په ټاکنو کې د ۱۲۵ هیوادونو د جودو فدراسیون د استازو ترڅنګ د افغانستان د جودو فدارسیون رئيس ذبیح الله نظري هم ګډون کړی و، چې د یاد ګانګرس په ترڅ کې يې د یاد نړيوال فدراسیون له رئيس مایروس اېل ویزر سره وکتل او د افغانستان د جودو ورزش پر اړه يې ورسره خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د جودو نړيوال فدراسیون رئيس ښاغلي ویزر له افغانستان سره د همکارۍ ډاډ څرګند کړی او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان د جودو له فدراسیون سره به د توشکو او د یادې څانګې د سټنډرډ لباس په برخه کې همکاري وکړي او خپلو همکاریو ته به دوام ورکړي.

دغه راز د افغانستان د جودو فدراسیون رئيس په ورته ډول د یاد فدراسیون د لوبڅارانو له نړيوال مشر فلوران ډينال لوکوسو سره لیدنه وکړه، د افغان لوبڅارانو شته ستونزې يې ورسره شریکې کړې او د همکاریو غوښتنه يې ترې وکړه.

د یادې لیدنې پرمهال د یاد فدراسیون د لوبڅارانو نړيوال مشر له افغان لوبڅارانو سره د مرستې پر دوام د ټينګار ترڅنک وویل، چې دوی به په راتلونکي کې د افغان لوبڅارانو لپاره د ظرفیت لوړونې شپږ مياشتني پروګرامونه جوړوي، افغانستان ته به راځي او د ورزش ادارې په همکارۍ به ټولو ولایتونو ته په منظم ډول خپل سفرونه کوي.

باید یادونه وشي، د جودو نړيوالې سیالۍ چې د مې میاشتې پر اوومه نېټه پیل شوي او د دې میاشتې تر ۱۴ نېټې به دوام وکړي، د هیواد د جودو فدراسیون رئیس زبیح الله نظر هم پکې ګډون لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۸
Background image

کندز کې د فوټبال الف ليگ پيل شو

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او د فوټبال ملي فدراسیون په ګډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليګ پيل شو.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د مهين م.درسې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايله کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۳:۱۷
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ۴۰ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

BACK TO NEWS