د ابن خلدون والیبال لوبډلې د کابل کپ سیالیو اتلولي خپله کړه.
د ابن خلدون والیبال لوبډلې د کابل کپ سیالیو اتلولي خپله کړه.
د کابل د والیبال د اتلولۍ د دولسم پړاو وروستۍ سیالی د عقرب د میاشتې په اتمه نیټه د ابن خلدون پوهنتون او د جهان سپورټ د ټیمونو ترمنځ په سیالۍ سره پای ته ورسید.
په دې لوبه کې د ابن خلدون لوبډلې د جهان سپورت لوبډلې ته د ۳- ۰ مقابل کې ماتې ورکړه او د اتلولۍ خپله کړه.
دغه لوبې د تېرې شنبې په ورځ د کابل د واليبال د اوو ټيمونو په ګډون د بدني روزنې او ورزش د عمومي رياست په جمنازيوم کې پيل شوې.
د بدني روزنې او سپورت عمومي رياست او د المپيک ملي کمېټې مشر انجنير نظرمحمد مطمئن چې دغه لوبه يې کتلې وه، د اتلۍ لوبډلې او نورو غوره لوبډلو ته د اتلولۍ کپ او مډال په ورکولو سره ستاينه وکړه.
دغه سيالۍ په داسې حال کې په کابل کې ترسره شوې چې په ټول هېواد کې د سولې او امنيت په فضا کې ورزشي فعاليتونه دوام لري او ورزشکاران د ورزشي پروګرامونو په لاره اچولو سره د افغانستان له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلانوي او د ورزش له مسوولينو څخه يې د لا زياتې پاملرنې غوښتنه کوي غوره او لازیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.
