دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۱:۵۹
دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت اشترلي ولسوالۍ په نوجک سیمه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په نوم د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو، چې یوه ورځ یې دوام وکړ، په پایله کې میثم توحیدي لومړی مقام، اکبر حکیمي دویم مقام او غفار درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول، د ځوانانو لپاره یوه سالمه تفریح برابرول او له نشه یي توکو د ځوانانو ليرې والی و.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۱
Background image

ارزګان؛ دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانوورزشکارانو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د ورزش ادارې په اداري تشکیل کې نوې ټاکنې وشوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په حکم د یاد ریاست د تدراکاتو او زده کړو آمریتونو لپاره نوي آمرین وټاکل شول.

د یاد ریاست د حکم پر بنسټ، ملا محمد عزیز عزیزي د تدراکاتو د آمر په. . .

BACK TO NEWS