دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۵۴
دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د اتلتیک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د اشترلي ولسوالۍ په بغل کنډو سیمه کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې خانعلي نظري لومړی، حنیف نظري دویم او مصطفی هاشمي بیا درېیم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو موخه د ځغاستې ورزش دودول او خلکو ته سالمه تفرېح برابرول و؛ د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۲۳:۱۴
Background image

کابل کې د ۶۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او رزش عمومي ریاست اړوند سوک وهنې ملي فدراسیون له لوري د ۶۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ولایت ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو د پای په مراسمو کې د المپیک،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۲۳:۱۳
Background image

بلخ؛ مزار شریف ښار کې د ۴۴ ورزشکارانو ترمنځ  د کیک بوکسینګ سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت مرکز مزار شریف ښار  کې  د ۴۴ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۹:۱۰
Background image

زابل؛ ترنک اتلانو لوبډلې د اتحاد جام په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د اتحاد جام په نوم د فوټبال سيالۍ، چې درې اوونۍ يې دوام. . .

BACK TO NEWS