کابل کې د ۶۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې
د المپیک، بدني روزنې او رزش عمومي ریاست اړوند سوک وهنې ملي فدراسیون له لوري د ۶۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ولایت ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو د پای په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د سوک وهنې ملي فدراسیون رهبري غړو، استادانو او ګڼو مینوالو ګډون کړی و.
دا سیالۍ، چې د لویانو په عمري کټګوري او۱۳ بېلاېبلو وزني کټګوریو کې ترسره شوې، په پای کې یې ۲۶ تنه د کابل ولایت د سوک وهنې ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.
یادې سیالۍ د کابل ولایت سوک وهنې ټاکنیزې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.
