خوست کې د ۲۵ ښوونځیو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالي پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۱:۲۳
خوست کې د ۲۵ ښوونځیو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالي پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند غرغښت لېسه کې د ۲۵ خصوصي او دولتي ښوونځیو ترمنځ د معارف جام په نوم د ټېپ بال کرکټ دویم پړاو سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د غرغښت او غازي امان الله خان لېسو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه غرغښت لېسې لوبډلې وګټله او په ټاکلو لسو اورونو کې یې د خپلو دوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۶۴ منډو هدف وټاکه. د غازي امان الله خان لېسې لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره یوازې ۶۴ منډې وکړې او لوبه یې د ۹۹ منډو په توپیر وبایلله.

یادې سیالۍ د لیګ په ډول ترسره کېږي، چې یوه نیمه میاشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د ورزش ادارې په اداري تشکیل کې نوې ټاکنې وشوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په حکم د یاد ریاست د تدراکاتو او زده کړو آمریتونو لپاره نوي آمرین وټاکل شول.

د یاد ریاست د حکم پر بنسټ، ملا محمد عزیز عزیزي د تدراکاتو د آمر په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۵
Background image

کابل کې د ۱۰۰ زياتو ووشوکارانو ترمنځ د ووشو خزانې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د ووشو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار د ۵۶ کلبونو څخه د ۱۰۰ څخه د زياتو ووشوکارانو ترمنځ د ووشو خزانې تشويقي سيالۍ په ساندا سبک کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۳
Background image

ارزګان؛ چوره ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ارزګان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په چوره ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د روزي خان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS