خوست: مرکز کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کریکټ ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۲۱:۱۹
خوست: مرکز کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کریکټ ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.

د خوست ولایت د ورزش او سپورټ امریت له لوري د یاد ولایت په مرکز د لکڼو سېمه کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کریکټ ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.

دغه سیالۍ چې یوه میاشت به دوام وکړي، لومړۍ لوبه یي د LCB او د کوړیانو فریدالله کریکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د فریدالله لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د ۸ لوبغاړو دلاسه ورکولو سره د ۸۴ منډو هدف وټاکه په مقابل کې د LCB لوبډلې یاد هدف په ورستي اور کې د ۵ لوبغاړو دلاسه ورکولو سره پوره او سیالي یې په خپل نوم کړه.

د یادو سیالیو د ترسره کېدو موخه د لکڼ منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۸:۲
Background image

د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ مرکزي پلاوی د یوې ناستې په ترڅ کې وستایل شو

د المپیک، بدني رزونې او ورزش عمومي ریاست اړوند د اس ځغلونې ملي فدراسیون له لوري د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ مرکزي پلاوی، چې له کابل څخه یې د دغو سیالیو د لا ښه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۴۸
Background image

د کابل ښار د نويو ځوانانو د سوک وهنې ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدلې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د سوک وهنې ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار او ولسوالیو کلبونو څخه د ۲۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار د نويو ځوانانو د سوک وهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۴۵
Background image

لغمان کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پای ته ورسېد

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سراج بڼ لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ د ښاروالۍ لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS