خوست؛ په سپېرې ولسوالۍ کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۰:۱
خوست؛ په سپېرې ولسوالۍ کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ د ياد ولايت په سپېرې ولسوالۍ کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرېکټ سيالۍ، چې پنځه ورځې مخکې پيل شوې وې د هېواد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د هېواد او سميع لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د‌ لوبې پچه سميع لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې د وخت د کمښت له امله په ټاکلو پنځو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۴۷ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې هېواد لوبډلې ياد هدف په څلورم اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د اتو ويکټو په توپير وگټله.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه، مډالونه او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۵۴
Background image

کابل کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د رزمي لوبو د کيک جيتسو سبک سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د پسرلني جام په نوم د پنځو ولایتونو کابل، کاپيسا، پروان، لوګر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۴۶
Background image

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست، د چاپيريال ساتنې ملي ادارې او د اړيکو د دفتر ( T.L.O) مؤسسې له لوري د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د (ماراتن ځغاسته او د نيالګيو کېنولو کمپاين) تر. . .

BACK TO NEWS