خوست؛ يعقوبيو صبريو ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يعقوبيو صبريو ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د ادريس لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې ادريس لوبډلې خپلې سيالې محبت لوبډلې ته د ۳۱-۲۷ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د ويلو ده، چې دغو سياليو شاوخوا دوې مياشتې يې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته يو پسه او غوره لوبغاړو ته بېلابېلو چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
